ولسي جرګې د افغانستان بانک کړنې وستایلې
![.](/sites/default/files/2020-05/3131.jpg)
کابل، ۱۳۹۹د غویی ٣١ – د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو د بیو د ټیکاو ساتلو، مالي نظام لپاره د معقولو سیاستونو د طرحه کولو، تر لاس لاندې نیولو او ترسره کولو او د افغانیو د دودولو په برخو کې د افغانستان بانک کړنې او لاسته راوړنې د ستاینلیک په ورکولو سره وستایلې۔
د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د افغانستان بانک رهبري پلاوی او کارکوونکو په استازیتوب د ولسي جرګې له ستایلو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د کړنو ستایل او تقدیرول د کارکوونکو او مشریزه پلاوي د مثبتو هڅو ښکارندوي کوي چې د اغیزناکه دندو په ترسره کولو سره زمونږه ژمنه لا ټینګوي۔
ښاغلي محمد قسیم رحیمي د افغانستان بانک په استازیتوب د ولسي جرګې له وکیلانو څخه مننه وکړله۔