د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست د تسلیت پیغام
انا لله و انا الیه راجعون!
د اقتصادي پراختیا، سوداګرۍ او بې وزلۍ د کمولو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي ارواښاد محمد یوسف غضنفر مړینه ډېره دردوونکې ده. ارواښاد غضنفرد هېواد پراختیا لپاره د زړه له تله خدمت کړی.
په ډېرې خواشینۍ سره د ښاغلي غضنفر د مړینې له کبله؛ د ارواښاد کورنۍ، ولسمشر، د افغانستان ملت او خصوصي سکتور ته تسلیت وړاندې کوم.