د افغانۍ د نویو بانکنوټونو چاپ

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۱:۴۸
د افغانۍ د نویو بانکنوټونو چاپ

د افغانستان بانک په دې وروستیو کې د افغانۍ د نویو بانکنوټونو د چاپ تړون لاسلیک کړی چې پر بنسټ یې یوه اندازه بانکنوټونه چاپ او هېواد ته رارسیدلي او پاتې مبلغ به یې د راتلونکي کال په اوږدو کې چاپ شي.

د طلوع نیوز لخوا د خپرو شویو معلوماتو پرخلاف د افغانستان بانک اوسني سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په نویو بانکنوټونو کې چې تر قرارداد لاندې دي، لاسلیک کړی نه دی او د بانک د پخواني سرپرست لاسلیک پرې شوی دی. (حال دا چې د بانک پخوانی سرپرست ښاغلی واحدالله نوشیر نه د بانک رئیس ؤ او نه یې د ولسې جرګې څخه د باور رایه اخیستې وه). اوس پوښتنه دا ده چې د دې ویاړلي ملت استازي او د هېواد رسنۍ هغه وخت چېرته وو چې خپل غږ یې پورته کړی وای؟

مونږ له رسنیو څخه په درنښت هیله کوو څو د ګنګوسو په خپرولو سره د خلکو ذهنونه مغشوش نه کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ذوالحجة الحرام  24 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام  د میاشتې په 25 نېټه (1403/04/12) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۵۷
Background image

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام  ۲۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې یو شمیر مغرضو اشخاصو د ټولنیزو شبکو په ځینو پاڼو، په ځانګړې توګه ټلګرام کې پر غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د جلبولو په موخه په. . .

بېرته خبرونه ته