د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د هند له سفیر سره غونډه ترسره کړه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۰:۴۲
د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د هند له سفیر سره غونډه ترسره کړه

۱۴۰۰ کال د وري ۱۵ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په کابل کې د هند له مېشت سفیر سره ولیدل او د دواړو هېوادونو تر منځ یې پر بېلابېلو اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او بانکي او مالي موضوعګانو خبرې وکړې.

دا غونډه د نړیوالو او سیمه‌ایزو سازمانونو او مؤسسو سره د اړیکو د پیاوړتیا او تنظیم په موخه د معلوماتو د شریکولو او د معقولو پولي او مالي طرحو او پالیسیو د جوړولو لپاره جوړه شوې وه او د دې غونډې په اوږدو  کې د تخنیکي همکاریو، معلوماتو او د تجربو د شریکولو په تړاو خبرې وشوې.

ښاغلي اجمل احمدي د هندوستان هېواد له همکاریو د مننې تر څنګ د یاد هېواد له سفیر څخه وغوښتل څو د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخو  کې له افغانستان سره همکاري وکړي او نوموړي د افغانستان او هند د سالمو بانکي اړیکو د پیاوړتیا پر اغېزناکو همکاریو ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې د هند سفیر د افغانستان بانک له سرپرست ښاغلي اجمل احمدي سره یو ځای د دې بانک له موزیم څخه لیدنه وکړه.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ذوالحجة الحرام  24 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام  د میاشتې په 25 نېټه (1403/04/12) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۵۷
Background image

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام  ۲۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې یو شمیر مغرضو اشخاصو د ټولنیزو شبکو په ځینو پاڼو، په ځانګړې توګه ټلګرام کې پر غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د جلبولو په موخه په. . .

بېرته خبرونه ته