د نړیوال بانک وروستی راپور په هېواد کې د پولي سیاستونو د بریالي تطبیق پخلی کوي

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۷ - ۱۴:۳
د نړیوال بانک وروستی راپور په هېواد کې د پولي سیاستونو د بریالي تطبیق پخلی کوي

د افغانستان بانک په افغانستان کې د پولي وضعیت د ښه والي او د معقولو مالي سیاستونو د تطبیق په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کوي. د داسې راپورونو خپرول چې طبعاً د مسلکي ارزونو او تحلیلونو پر بنسټ جوړېږي، څرګندوي چې افغانستان ښه طرف ته روان دی او د هېواد اقتصادي مسایل په ښه توګه مدیریت شوي دي.

د افغانستان په اړه د نړیوال بانک د ۲۰۲۳ میلادي کال د لومړۍ ربعې په تازه راپور کې راغلي چېافغانستان کې انفلاسیون را کم شوی، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې پیاوړې شوې، ټولو دولتي مامورینو ته په وخت معاش ورکول کیږي او عواید د پخوا په پرتله لوړ شوي دي.

د دې راپور له مخې په صادراتو کې د تېر کال د لومړۍ ربعې په پرتله ۷سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان بانک مشرتابه ژمن دی چې د اړوندو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د درنو هېوادوالو لپاره په ټولو مالي او بانکي برخو کې غوره آسانتیاوې رامنځته کړي او له دې لارې د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول ولوبوي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۵۷
Background image

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام  ۲۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې یو شمیر مغرضو اشخاصو د ټولنیزو شبکو په ځینو پاڼو، په ځانګړې توګه ټلګرام کې پر غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د جلبولو په موخه په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۱:۲
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ذوالحجة الحرام  17 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام  د میاشتې په 18 نېټه (1403/04/05) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو. . .

بېرته خبرونه ته