په ملي پروژو کې د پانګونې د پراختیا لپاره د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو ګډه غونډه ترسره شوه
۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۱مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ، د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ په ملي پروژو کې د پانګونې او تمویل د پراختیا په موخه غونډه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد وویل چې د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د همغږۍ په پایله کې د ملي پروژو د تمویل میکانیزم نهايي شوی، چې له مخې یې سوداګریزو بانکونو ته زمینه برابریږي، ترڅو په مستقیم ډول د هېواد په پراختیایي او زیربنایي پروژو کې پانګونه وکړي او د اقتصادي ودې او پرمختګ په بهیر کې خپل اغېزناک رول ولوبوي.
ښاغلي خالد د هېواد دننه د پانګونې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د بانکوالۍ سکتور ونډه کولای شي د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او د پراختیایي پروژو د چټک تطبیق لپاره مهمه سرچینه وګرځي.
نوموړي څرګنده کړه چې د یادې موخې د تحقق لپاره په نننۍ غونډه کې د هرات – مزارشریف د ریل پټلۍ د سترې ملي پروژې په اړه بحث کیږي. د هغه په وینا، دغه پروژه ۶۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د نږدې ۵۵ میلیارده افغانیو په لګښت به د سوداګریزو بانکونو له لوري تمویلېږي. نوموړي دغه پروژه د هېواد د اقتصادي پراختیا، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او سیمهییز اتصال لپاره مهمه وبلله.
ښاغلي خالد همداراز وویل چې د هېواد د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره اوس د دې ډول لویو او بنسټیزو پروژو د تطبیق لپاره مناسب فرصت برابر شوی دی. هغه ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان بانک به د سوداګریزو بانکونو لپاره د پانګونې او مشارکت لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د هېواد په آبادۍ او هوساینې کې فعاله ونډه واخلي.
له بلې خوا، د سوداګریزو بانکونو استازو په یاده پروژه کې د مشارکت او پانګونې لپاره خپل بشپړ چمتووالی او ژمنتیا څرګنده کړه او ویې ویل چې په ملي پروژو کې ونډه اخیستل د دوی لپاره د ویاړ ځای دی او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې به خپل مثبت مسئولیت ادا کړي.
د غونډې په پای کې د پروژې پر بېلابېلو تخنیکي، مالي او اجرایي اړخونو هر اړخیز بحث وشو او د لا دقیقې تخنیکي ارزونې لپاره مؤظفو کمېټو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د افغانستان بانک ژمن دی چې د مالي او بانکي نظام د ثبات او سلامتۍ ترڅنګ به د هېواد د دوامدار اقتصادي پرمختګ او د ملي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره اغېزناک او عملي ګامونه پورته کوي.
