د مالي او محاسبې لوی آمریت

د مالي او محاسبې د لوی آمریت د دندو او موخو پېژندنه:

د مالي او محاسبې لوی آمریت د افغانستان بانک قانون د نهمې مادې او یو سلو یومې مادې د درېيم جز پر بنسټ جوړ شوی او د افغانستان بانک د مالي راپورونو ترتیبول، د افغانستان بانک د بودجې جوړول او ترتیبول، د افغانستان بانک کارکوونکو لپاره د معاشونو او امتیازونو اجراء کول، د افغانستان بانک کارکوونکو لپاره د پورونو اجراء کول، د مالي طلباتو او اداینو اجراء کول، د افغانستان بانک د ثابتو شتمنیو ثبت او کنټرول، د افغانستان بانک د مالي معاملو کنټرول، د غیر فعالو حسابونو د لېږد او ساتنې مدیریت، د معامله لرونکو بانکونو د حسابونو ساتنه او د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو مدیریت یې بنسټیزې دندې دي.

تشکیلاتي جوړښت

د مالي او محاسبې لوی آمریت په خپل جوړښت کې درې مرستیالیتونه لري: ۱- د محاسبې مرستیالیت، ۲- د راپور ورکونې، کنټرول او بودجې مرستیالیت، ۳- د سي بي اېس مرستیالیت چې هر یو يې په جلا ډول تر خپل کنټرول لاندې بېلابېلې کاري برخې لري.‎

1. د محاسبې مرستیالیت

د مالي او محاسبې لوی آمریت د محاسبې مرستیالیت اړ دی ترڅو ټولې محاسبې او مالي معاملې د محاسبې له کړنلارې او د مالي راپور ورکونې له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره کړي. د مالي او محاسبې د لوی آمریت د ټولو شعبو محاسبوي معاملې (معاشونه، پورونه، اداینې او طلبات، تطبیقات، غیر فعال حسابونه او ثابتې شتمنۍ) د محاسبې د مرستیالیت له لورې ترسره او وروسته د ارزونې او کنټرول په موخه د بودجې، راپور ورکونې او کنټرول مرستیالیت ته استول کېږي. د دې ترڅنګ د معاشونو، امتیازونو، پورونو، طلباتو د معاملو ترسره کول، تطبیقات، غیر فعال حسابونه او ثابتې شتمنۍ، مخکې اداینې او د اداینو وړ عواید او لګښتونه او همدارنګه د ازمایښتي او وروستي بیلانس ترتیبول د دې مرستیالیت له بنسټیزو دندو څخه ګڼل کېږي.

د معاشونو مدیریت

دا مدیریت اړ دی، ترڅو د افغانستان بانک کارکوونکو ته له نافذه کړنلارو سره سم د معاشونو، اضافه کاریو، د زده کړې او تخصصي امتیازونو او د افغانستان بانک کار کوونکو ته د اړوندو نورو ورکړو معاملې ترسره کړي.

د پور ورکونې مدیریت

دا مدیریت اړ دی ترڅو د افغانستان بانک کارکوونکو ته له نافذه کړنلارو سره سم د متفرقه، واده، زده کړې، کور جوړونې او کور پېرنې پورونه اجراء کړي.

د طلباتو او مالي اداینو مدیریت

دا مدیریت د تدارکاتي معاملو، د ودانیزو تړونونو، د تعمیراتي طلبونو د فسخه کولو، د ورځنیو لګښتونو د لېږد، د سفر طلبونو اجراء کولو، د ماليې وزارت حساب ته د شپنیو امانتونو او پانګه ایزو پاڼو د مالیاتو د لېږدولو، د ماکولاتو لګښتونو د اجراء کولو، د ورکړې وړ معاملو او د هغې د تصفیې د اجراء کولو، د مخکې ورکړې او د هغې تصفیې د لګښتونو د اجراء کولو، د پيسو د خپرېدو حساب د دوران، د سرو زرو او تاریخي معاملو د هرې اونۍ د ارزښت موندنې مسوولیت په غاړه لري.

د ثابتو شتمنیو مدیریت

دا مدیریت د افغانستان بانک د شتمنیو د تثبیتولو او عمومي مالکیت د حصول، د بسپنه شوو پوستکالو او تجهیزاتو ارزښت د محاسبې، د افغانستان بانک د شتمنیو د بیا ارزښت ټاکنې پروسې د مدیریت، د افغانستان بانک د شتمنیو د زیاتېدو او کمېدو په برخه کې د ارزښت ټاکنې، د بیا ارزښت ټاکنې د وختونو د تثبیتولو، د استهلاکونو او د افغانستان بانک د ثابتو شتمنیو د اړوندو نورو چارو د تر سره کولو مسوولیت پر غاړه لري.

د غیر فعالو حسابونو د لېږد او ساتنې مديریت

دا مدیریت اړ دی ترڅو د غیر فعالو حسابونو، د غیر فعالو حسابونو د پیسو لېږدولو، پېریدونکو ته د پیسو د ورکړې، مالیې وزارت ته د پیسو د لېږدولو او د پېرودونکو غیر فعالو حسابونو ته د حسابونو پرانېستلو او د پیسو لېږدولو په اړه راپور ترتیب کړي.

د تطبیقاتو مدیریت

د افغانستان بانک د معامله لرونکو بانکونو د حسابونو د تطبیقاتو اجراء کول، د لیټراف کرېډيټونو د حسابونو د تطبیقاتو ترسره کول، د پانګونې او نورو پېرل شوو بیه لرونکو پاڼو د حسابونو د تطبیقاتو اجراء کول، د ناتطبیق شوو مبلغونو تعقیبول او د معامله لرونکو بانکونو د تطبیقاتو د راپور ترتیبول د دې مدیریت بنسټیزې دندې دي.

د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو د بک آفیس مدیریت

دا مدیریت د افغانستان بانک د واک لرونکو لاسلیک کوونکو د پېژندنې او مدیریت، د بانکوالۍ په سېستم کې د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو د معاملو د درجولو، له بهرنیو بانکونو سره د موده ایزو امانتونو او د اسعارو د تبادلې د تاییدولو، پانګونې لپاره د پیسو د لېږدولو او په بهرنیو بانکونو کې د ورکړو د ترسره کولو او د افغانستان بانک د بهرنیو سندونو/ بيه لرونکو پاڼو د پېرلو او پلورلو مسووليت پر غاړه لري.

2. د کنټرول، راپور ورکونې او بودجې مرستیالیت:

د کنټرول، راپور ورکونې او بودجې مرستالیت اړ دی ترڅو مالي راپورونه ترتیب او د مالي او مجاسبې لوی آمریت مالي او محاسبوي اجراات کنټرول کړي. دا مرستیالیت د دې آمریت له نورو شعبو سره په همغږۍ د یو غړي او سر ټیم په توګه د افغانستان بانک د کلني مالي صورت حسابونو د جوړولو او ترتیبولو مسوولیت لري او د دې مرستیالیت تر کنټرول لاندې د مالي کنټرول، راپور ورکونې او بودجې مدیریتونه کار کوي.

د بودجې مدیریت

د مرکزي بانک بودجه د مالي کال پر بنسټ ترتیبېږي چې د عادي عوایدو او لګښتونو او پانګه ايزو لګښتونو په برخو باندې ډلبندي کېږي. د بودجې مدیریت د بودجې د تفسیر، توحید، همغږۍ او د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې له نورو آمریتونو سره اوږه په اوږه کار کوي. په ورته وخت کې د بودجې د پلي کېدو په تړاو د بېلابېلو راپورونو جوړول او واک لرونکو چارواکو او اړوندو مراجعو ته د هغه وړاندې کول هم د دې مدیریت دندې دي. د افغانستان بانک د بودجې مسوده د دې مدیریت له لورې له شننې او ارزونې وروسته د بودجې کمېټې ته وړاندې کیږي چې له بحث او نظر شریکولو وروسته د وروستۍ کولو لپاره د افغانستان بانک عامل پلاوي ته وړاندې کېږي او په پای کې د بودجې مسوده له وروستۍ کېدو وروسته د منظورۍ په موخه د افغانستان بانک عالي شورا ته وړاندې کېږي.

د مالي کنټرول مدیریت

دا مدیریت د مالي او محاسبې د مرستیالیت تر کنټرول لاندې د مدیریتونو د کړنو په دوام د سندونو د بیا کتنې، د محاسبوي جدولونو د بیا ځلې محاسبې له لارې د مالي کنټرول له کړنلارو سره سم د کنټرولي پړاوونو د ترسره کولو او د هغو کړنو د کمیت او کیفیت له پلي کېدو څخه د ډاډ تر لاسه کولو مسوولیت پر غاړه لري چې د تصویبونو او حکمونو، رسمي لیکنو او پوښتنپاڼو، تصدیقونو، مالي آوېزونو، محاسبوي جدولونو، اېنوايسونو او بېلونو، د کیفیت آزموینې د قراردادونو سندونو، جوازونو، د سفر سندونو او فورمو پر بنسټ ترسره کېږي.

د مالي راپور ورکونې مدیریت

دا مدیریت د حسابونو چارټ د خوندي ساتلو او پلي کولو مسئول دی. د دې ترڅنګ دا مدیریت اړ دی ترڅو د مالي معلوماتو او موادو امنیت بک آپ او يا يې وساتي. د یادونې وړ ده چې اړوندو مراجعو ته د افغانستان بانک میاشتنۍ او کلنۍ راپور ورکونه او ازمایښتي بیلانس د صورت حساب، د ګټې او زیان صورت حساب، د مالي بیلانس صورت حساب، د نغدي بهیدنې صورت حساب او د ذینفع شریکانو صورت حساب ترتیبول هم د دې مدیریت له بنسټیزو دندو څخه دي.

3.  د سي بي اېس مرستیالیت:

د دې پرمختګ په پام کې نیولو سره، د افغانستان بانک د سي بي اېس مدیریت مسئولیت لري، ترڅو د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو سربېره د محاسبې چارې چټکې، رڼې او ډاډمنې کړي او په ورته وخت کې، د کارکوونکو لپاره د چارو په ترسره کولو کې آسانتیاوې برابرې کړي. د افغانستان بانک کارکوونکو او پېریدونکو ته د سي بي اېس سېستم او له هغه سره د نورو نښلول شوو سېستمونو د ماډیولونو له لارې د خدمتونو وړاندې کول، له ټولو مدیریتونو/ آمریتونو او خصوصي بانکونو سره ګډې هلې ځلې او همکاري، له قانوني التزاماتو سره سم د افغانستان بانک د اپلیکېشنونو تنظیمول او نوي کول، د دې مرستیالیت بنسټیزې موخې ګڼل کېږي.