د استوګنځي د پور په اړه د دولتي ادارو له کارکوونکو سره د پوهاوي غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۹:۲۲
د استوګنځي د پور په اړه د دولتي ادارو له کارکوونکو سره د پوهاوي غونډه

۱۴۰۰ کال د زمري ۱۰ – د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې د استوګنځي د پور په اړه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو، د سرحدونو او قبایلو چارو، ټولګټو، لوړو زده‌کړو، پوهنې، بهرنیو چارو، د ښځو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ او اقتصاد وزارتونو نمایندګانو ګډون کړی وو.

د دې غونډې په اوږدو کې ښاغلي اجمل احمدي د سوداګریزو بانکونو له لوري د دولتي کارکوونکو لپاره د استوګنځي د پور ورکړې په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې د دولتي ادارو له کارکوونکو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل.

نوموړي یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د ټولو هېوادوالو لپاره د معیاري مالي او بانکي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د هېواد بانکي سکتور د ټولګټو پروګرامونو ملاتړ ته وهڅوي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته