د افغانستان بانک سرپرست رئیس د چین له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۴ د ذوالقعدة الحرام ۲۶ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئيس ښاغلي هدایت الله بدري د چین هېواد له سفیر ښاغلي وانګ یو سره د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او چین هېوادونو د اقتصاد، بانکي اړیکو، راکړو او ورکړو، سوداګرۍ او یو شمېر اړوندو موضوع ګانو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ګډو همکاریو ټینګار وشو او په اقتصادي برخو کې د یادو هېوادونو همکاري د ارزښت وړ یاده شوه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی چې له ټولو نړیوالو هېوادونو، په ځانګړې توګه له مالي او بانکي بنسټونو سره د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره بانکي اړیکې ولري او دې اړیکو ته پراختیا ورکړي.