د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه
۱۳۹۹ کال د مرغومي۱۵ مه – د افغانستان بانک عالي شورا چې د دې بانک د تصمیم نیولو تر ټولو غوره مرجع ده، نن یې د ۱۳۹۹ مالي کال څلورمه نوبتي غونډه تر سره کړه.
دا غونډه چې د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي پر مشرۍ او د افغانستان بانک د عالي شورا د نورو غړو په ګډون له لرې واټن څخه په آنلاین ډول جوړه شوې ده، په کې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې د تصویب تر څنګ د پولي سیاست د پلي کېدو پر څرنګوالي، د بانکي نظام پر کړنلارو، د هېواد پر مالي نظام،د دې بانک پر یو شمېر اداري موضوګانو بحث وشو او د افغانستان بانک او بانکوالۍ د قوانینو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه په یاده غونډه کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان بانک د بېلابېلو څانګو ۳۶ کاري کړنلارې تصویب شوې، د دې کړنلارو د تصویب موخه د افغانستان بانک د چارو پیاوړتیا او غوره مدیریت دی.
د یادونې وړ دهچې د افغانستان بانک عالي شورا په کال کې څلور غونډې جوړوي چې په کې د دې بانک د سیاستونو، کړنو، اجراآتو او لاسته راوړونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره کېږي او د افغانستان بانک د کړنو د او د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره په کې اړینې پرېکړې کېږي.