د افغانستان بانک د تجربه لرونکو او مسلکي کارکوونکو د ساتلو او ارتقا ورکولو ته ژمن دی
د مسلکي او با استعداده اشخاصو د پېژندنې په لړۍ کې چې د مرکزي بانکوالۍ په برخه کې د غوره تجربې لرونکي دي او په دې وروستیو کې د افغانستان بانک د عامل پلاوي د پرېکړې له مخې د بانک په مهمو پوستونو کې په دندو ګمارل شوي او یا هم ارتقا ورکړل شوې، غواړو په دې برخه کې د مالي راپورنو او معاملو د شننې مرکز مشر ښاغلی جمال ناصر رؤفي در وپېژنو:
ښاغلي جمال ناصر رؤفي په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه د لیسانس سند تر لاسه کړی دی او په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې یې له کاردان پوهنتون څخه د مالي په برخه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی دی.
نوموړی له ۲۰۰۹ زېږدیز کال راهیسې د افغانستان بانک په بېلابېلو آمریتونو کې په لوړو مدیریتي او د آمریتونو د مرستیالۍ په بستونو کې په بریالۍ توګه دندې تر سره کړې دي.
ښاغلي روفي په افغانستان بانک کې د کار کولو پرمهال په کور دننه او بهر کې روزنیز او د ظرفیت لوړونې کورسونه اخیستي او یو نوښتګر او با استعداده کارکوونکی دی.
ښاغلی جمال ناصر روفي په دې وروستیو کې د افغانستان بانک د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز د آمر په توګه په دنده ګمارل شوی دی، د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی نوموړي ته په چارو کې د لا زیاتو بریاوو او خلکو ته د خدمت هیله کوي.