د کابل په هوایي ډګر کې د افغانستان بانک د غرفې بیا رغونه او پراختیا

۱۴۴۴ صفر المظفر۲ مه – د افغانستان بانک درنو هیوادوالو ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د کابل په هوایي ډګر کې خپلې غرفې ته پراختیا ورکړه او د اوسني عصر او د سوداګرو له اړتیاوو سره سم یې پر عصري تکنالوژیکي وسایلو سمبال کړه.
د دې غرفې د پرانیستې پر مهال د افغانستان بانک د مرکزي سیمه یېز زون آمر ښاغلي فدا محمد فیضان وویل چې د کابل په هوایي ډګر کې د دې غرفې پراختیا او بیا رغونه چې له عصر سره سم پر عصري تکنالوژيکي وسایلو سمبال ده په فعالېدو سره به یې د سوداګرو او هیوادوالو لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته شي او د کابل د هوايي ډګر ټول عواید به د بانکي سیستم له لارې د دولت خزانې ته را ټولېږي.
باید وویل شي چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د درنو هېوادوالو لپاره په بېلابېلو مالي او بانکي برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.