د افغانستان بانک د نړۍ غوره ثبات لرونکی پولي واحد کنټرولوي

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۷:۸
د افغانستان بانک د نړۍ غوره ثبات لرونکی پولي واحد کنټرولوي

د افغانستان بانک په خپل غوره مدیریت او د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره توانېدلی دی چې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ له ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه وکړي.

دا مهال افغانۍ په نړیواله کچه د یو با ثباته پولي واحد په توګه منل شوې او په کور د ننه یې د مخکنیو کلونو په پرتله په سوداګریزو راکړو ورکړو کې کارونه زیاته شوې ده. هغه راپور چې په دې وروستیو کې د بلومبرګ نړیوالې رسنۍ لخوا خپور شوی دی ښیي چې افغانۍ په تېر یو کال کې شاوخوا ۱۴ سلنه لوړه شوې او په نړیوال لیست کې یې دریم ځای خپل کړی دی.

په یاد راپور کې راغلي چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د اسعارو پر کارونه بندیزونه، د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د افغانستان بانک له لوري د پولي سیاستونو د بېلابېلو ابزارونو تطبیق، په انلاین غیرقانوني فعالیتونو د بندیزونو لګول د افغانۍ د ارزښت لوړېدنې عوامل دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو ادارو او بنسټونو د افغانۍ د ارزښت ساتنې په برخه کې د افغانستان بانک پر مثبتو کړنو د تائید مهر لګولی دی.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د جنوب ختیځ زون د صرافیو او پولي خدمتونو  شرکتونو د مسئولینو لپاره ښونیز پروګرام جوړ شو

د افغانستان بانک د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د کړنو د ښه والي په موخه د یادو شرکتونو د ۱۱۴ تنو کارکوونکو لپاره ښوونیز پروګرام جوړ شو. دا پروګرام د ۱۴۰۲ لمریز کال د. . .

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۴۶
Background image

د ایوفي او د اسلامي پراختیایي بانک په اتلسم کلني کنفرانس کې د افغانستان بانک د لوړ رتبه پلاوي ګډون

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ پلاوي “ د راتلونکي اقتصادي رکود د مخنیوي او نړۍ لپاره له تیلو پرته د اقتصادي تنوعاتو او اسلامي بانکوالۍ په رڼا کې تګلارې” تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا!

دا خبرتیا له سوداګریزو بانکونو سره د خلکو د امانتونو په اړه د مخکینۍ خبرتیا په تعقیب سره ټولو هېوادوالو ته وړاندې کېږي:

بانکي امانتونو ته د پیرودونکو د لاسرسي په برخه کې د آسانتیاوو. . .

بېرته خبرونه ته