د پولي سیاست په اړه

د پولي سیاست دندې په اقتصاد کې د پیسو د عرضې د اغیز او د افغانستان بانک د لومړنۍ موخې په توګه د کورنیو بیو د عمومي کچې د ټیکاو ساتلو په موخه د پولي ابزارونو کارونه رانغاړي. د افغانستان بانک د قانون د ۶۲ مادې سره سم، دا بانک د مرکزي بانک په توګه په افغانستان کې د پولي سیاست د طرحې، تر لاس لاندې نیولو او اجرا‌ء کولو مسئولیت په غاړه لري. د افغانستان بانک له نظره، خپلې لومړنۍ موخې ته د رسیدو لپار ه تر ټولو ښه او تر ټولو عملي لاره په اقتصاد کې د نغدینګۍ د کچې مهارول دي.

د افغانستان بانک خپلې لومړنی موخې ته له رسیدو سره د تولید او د کاري دندو د برابرولو په برخه کې د دوی د شته مالي سرچینو د کارولو پر بنسټ د پانګوالو باور لوړ کړی دی او له دې لارې کولای شي په اقتصادي وده کې ګټور واقع شي. همدا ډول د دې شاخص ټیکاو د کورنیو په اقتصادي پرېکړو باندې هم اغیز پرېږدي او د سپماوو د کچې د بنسټیزو او ټاکوونکي عواملو څخه شمېرل کېږي. له همدې امله، د افغانستان بانک د بیو د ټیکاو ساتل د خپل بنسټیز هدف په توګه ټاکلی دی، څو له دې لارې وکولای شي ذ اقتصادي ودې ملاتړ وکړي. اوس مهال، د افغانستان بانک خپلې کړنې د پولي متحولونو د هدف د آډانې لاندې چې په هغه کې د کورنیو بیو ټیکاو د پولي سیاست د بنسټیزې موخې په توګه او متحول مدیریت شوی رژیم د مبادلې نرخ د رژیم په توګه دی، ټاکلي دي. د افغانستان بانک د پولي سیاست د ابزارونو په کارونې سره هڅه کوي څو پولي متحولونو لپاره ټاکل شوې موخه ترلاسه کړي.