د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي
۱۴۴۴ صفرالمظفر ۸ مه- د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۸ نېټه (۱۴۰۱/۰۶/۱۴) د دو شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.