د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۰:۵۰
د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

 1446 صفر المظفر 30 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د ربیع الاول د میاشتې په 1 نېټه (1403/06/14) د چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

بېرته خبرونه ته