د امریکایي ډالرو د منلو په اړه د افغانستان بانک خبرتیا
د امریکایي ډالرو د منلو په اړه د افغانستان بانک د هغه لارښوونې په تعقیب چې د ۰۴/۰۹/۱۴۰۰ نېټه د (۳۹۶۴) ګڼې مکتوب له لارې خپره شوې ده او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي کمیسیون د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان په ۱۳ نېټه چې د ۲۵/۱۲/۱۴۰۰ لمریز کال سره برابره ده، د (۱۲) شمېرې مصوبې پر بنسټ داسې لیکو چې د مالي او بانکي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په موخه هغه ډالري بانکنوټونه چې د لاندې ځانګړتیاوو لرونکي وي، د افغانستان بانک د منلو وړ نه دي.
۱ - هغه ډالر چې د ۱۹۹۶ لمریز کال څخه وړاندې چاپ شوي وي.
۲ - هغه ډالر چې څیري او سکاشټیپ شوي وي.
۳ - هغه ډالر چې د بې احتیاطی له کبله یې بڼه بدله شوې وي او قات قات شوي وي.
۴ - هغه ډالر چې سوځېدلي وي او یا یې د سوځیدنې له کبله رنګ ژیړ شوی وي.
۵ - هغه ډالر چې رنګ پرې پاشل شوی وي.
۶ - هغه ډالر چې امنیتي نښان یې له منځه تللی وي او د حساب او چک کولو پر مهال د شمېرنې ماشینونه پرې آوازونه کوي.
د یادونې وړ ده چې د امریکایي ډالرو نور بانکنوټونه او له ۱۹۹۶ کال را هیسې چاپ شوي بانکنوټونه چې زاړه له کاره لویدلي نه وي او د پورته ځانګړتیاوو لرونکي نه وي په ټولو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو کې د منلو وړ دي.
نو پر همدې بنسټ بانکونه، صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي اړ دي چې په خپلو پولي راکړو او ورکړو کې هغه وکاروي.