د بانکي نظام د ټینګښت لپاره د افغانستان بانک د هلو ځلو په دوام په نیمروز او فراه ولایتونو کې غونډې جوړې شوې

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۴:۴۷
د بانکي نظام د ټینګښت لپاره د افغانستان بانک د هلو ځلو په دوام په نیمروز او فراه ولایتونو کې غونډې جوړې شوې

په نیمروز او فراه ولایتونو کې د بانکي نظام د ټینګښت په تړاو د دې ولایتونو  د سوداګرو، د سوداګریزو بانکونو استازو، اصنافو او قومي مخورو او مشرانو په ګډون غونډې جوړې شوې.

په یادو غونډو کې په بانکي سکتور کې د خلکو په ونډې اخیستلو او د هېواد په اقتصادي وده کې د بانکي سکتور پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وشوې، د غونډې ګډونوالو د هېواد له بانکي سکتور څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان بانک تل هڅه کوي چې د بانکي سکتور د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او د خلکو لپاره په دې سکتور کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک له مرکز، ځتیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۶ جمادي الثاني ۱۵مه - د افغانستان بانک د خلکو لپاره په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ۸۴۰،۶۵۰،۰۰۰  (اته سوه څلویښت میلیونه شپږ سوه پنځوس زره) افغانیو په ارزښت له. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۵:۳۳
Background image

د بلخ ولایت د حیرتان په نائب آباد سیمه کې د افغانستان بانک د غرفې مدیریت پرانیستل شو

د افغانستان بانک د بلخ ولایت د حیرتان بندر په نائب آباد سیمه د غرفې مدیریت رسماً پرانیست. د دې مدیریت د پرانیستلو هدف د بانکي خدمتونو پراختیا، د مالي شمولیت زیاتوالی، سوداګرو او د محلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۰:۴۷
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

 1446 جمادي الثاني 6 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د جمادي الثاني د میاشتې په 7 نېټه (1403/09/19) د دو شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

بېرته خبرونه ته