د مالي خپلواکۍ پر لور مهم ګام : د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ د برېښنایي تادیاتو هوکړه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۲:۴۷
د مالي خپلواکۍ پر لور مهم ګام : د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ د برېښنایي تادیاتو هوکړه

۱۴۴۶ د رمضان المبارک ۱۹ مه  – د افغانستان بانک او د مالیې محترم وزارت ترمنځ په شفاف ډول عوایدو راټولولو، امارتي لګښتونو او معاشونو د برېښنایي تادیاتو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دا هوکړه د امیرالمومنین حفظه‌الله د سپارښتنو په رڼا کې د مالي سکتور د پرمختګ، روڼتیا او حساب ورکونې لپاره یو مهم ګام دی. د دې هوکړې له مخې، د افغانستان بانک بین‌البانکي تادیاتي سیستمونه (ACSS) او د افغانستان د تادیاتو سیستم (APS) به د مالیې وزارت اړوند سیسټمونو  ASYCUDA، SIGTAS  او  AFMIS سره وصل شي.

په هغه خبري کنفرانس کې چې د یادو سیستمونو د نښلونې د هوکړه لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړ شوی وو، د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد دا چاره د هېواد د مالي او بانکي نظام د پرمختګ په برخه کې مهمه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د دې سیستمونو په وصل سره به امارتي عواید په شفاف ډول راټولیږي، امارتي لګښتونه به د الکترونیکي تادیاتو له لارې تنظیم شي، د امارتي کارکوونکو معاشونه به پر وخت او په اسانه توګه تادیه شي، د سوداګرو لپاره به د ګمرکاتو او بانکي سیستمونو اړینې آسانتیاوې زیاتې شي.

ښاغلي خالد زیاته کړه د افغانستان بانک په خپلو داخلي ظرفیتونو د تادیاتو سیستمونه له سره رغولي، چې دا د مالي خپلواکۍ په لور یو مهم پرمختګ دی. د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل دغه هوکړه نه یوازې د عوایدو راټولولو، امارتي لګښتونو او معاشونو د تادیاتو شفافیت زیاتوي، بلکې د مالي فساد مخنیوی، د حساب ورکونې کچه لوړولو، د بانکي خدماتو پراختیا رامنځته کولو او د خصوصي سکتور لپاره  آسانتیا هم تضمینوي، چې په پایله کې د هیواد اقتصادي ثبات او مالي سیستم پیاوړی کوي.

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د مالیې د محترم وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي حافظ مولوي شاه حسین حسینې خبرې وکړې، نوموړي وویل د خوښۍ ځای دی چې له فتحې وروسته ملي بودجه هر کال د ملي عوایدو څخه تمویلېږي، نو هیله لرو چې ټول وزارتونه او امارتي ادارې د موجوده عایداتي سرچینو څخه عواید په شفاف ډول را ټول او د عوایدو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

د ښاغلي حسینې په خبره له دې وړاندې وزارتونو او امارتي ادارو په مرکز او ولایتونو کې ملي عواید د بانک له لارې او ځینې عواید په فزیکي ډول راټولول، چې په فزیکي ډول د عوایدو راټولونې یو شمېر ستونزې رامنځته کړې وې، خو له دې وروسته به د یادې تفاهمنامې په اساس د لومړي ځل لپاره ملي عواید په شفافه توګه په برېښنايي ډول په ټاکلي وخت سره را ټولېږي او د مالیې وزارت واحد حساب ته به انتقالېږي.

د یادونې وړ ده چې د سیستمونو نښلول او د الکترونیکي تادیاتو سیستم پلي کول به د اجراآتو چټکتیا او د مالي خدماتو پراختیا کې مرسته وکړي. دا ټوله پروسه د شفافیت، حساب ورکونې او د معیاري مالي سیستمونو د پیاوړتیا سبب ګرځي، چې په مجموع کې د هېواد د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره ستره ګټه ده.

باید وویل شي چې دا سیستمونه، پخوا د بهرنیو کمپنیو له لوري په لوړ لګښت سره جوړ شوي وو او د افغانستان اسلامي امارت تر فتحې وروسته وتړل شول، خو د افغانستان بانک دا ننګونه یو فرصت وګاڼه او د خپلو داخلي ظرفیتونو پر مټ یې له سره ورغول. اوس دا سیستمونه د افغانستان بانک خپل ملکیت دی، چې نه یوازې په رغونه یې لګښت نه دی راغلی، بلکې کلنی فیس هم نه لري.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

بېرته خبرونه ته