د کندهار ولایت د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو سره غونډه
۱۴۴۴، محرم الحرام ۶ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د کندهار ولایت د صرافانو او پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره د افغانستان بانک په سویل لویدیځ زون کې غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې ښاغلی نوراحمد آغا د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د سکتور لپاره د جوړې شوي طرحې پر اړتیا، ارزښت او تطبیق په تفصیل سره خبرې وکړې او یاده طرحه یې د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د چارو د میکانیزه کولو په برخه کې د ارزښت وړ یاده کړه.
نوموړي یاده طرحه د افغانستان د خلکو، صرافانو د فعالیتونو او د هيواد د مالي سکتور د پیاوړتیا لپاره اړینه وبلله او یادونه یې وکړه چې پدې برخه کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره ډېرې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.
نوموړي له صرافانو او د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو وغوښتل چې د نوې طرحې پر بنسټ د جوازونو د اخیستلو لپاره د افغانستان بانک ته مراجعه وکړي، ترڅو د توظیف شوې کمېټې لخوا یې دفترونه و نه تړل شي.
د یادولو وړ ده چي په دې ناسته کی د غیربانکی مالي موسسو د څارني عمومي آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي او د سویل لویدیځ زون آمر ښاغلي ملا عبدالصمد منصوري او د دې زون یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی وو.
باید وویل شي چې چې تر دې وړاندې په هلمند ولایت کې هم د اړوندې موضوع په اړه د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو سره غونډه تر سره شوې وه او د یادې موضوع په اړه صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته اړین معلومات ورکړل شوي دي.