د افغانستان بانک خبرتیا
ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان بانک له لوري پرې ځینې محدودیتونه لګول شوي وو، اوس یاد محدودیتونه لرې شول.
د افغانستان بانک له لوري دا اقدام د سوداګرۍ د آسانتیا، د خصوصي سکتور د ملاتړ، د پانګونې د هڅونې او د هېواد د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی دی.
