د ټاپي پروژه؛ اقتصادي ګټې او فرصتونه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۴ - ۱۱:۲۴
د ټاپي پروژه؛ اقتصادي ګټې او فرصتونه

دا پروژه د افغانستان او ترکمنستان څخه د څو کمپنیو لخوا پلې کېږي او همدا راز افغانستان د ګازو تصدي د ترکمنستان دولتي ګازو شرکت او له افغانستان څخه دوه خصوصي شرکتونه په کې ګډون لري.

د ټاپي ګازو پایپ‎لاین ۱۸۰۰کیلومتره واټن ولري، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لیږدول کېږي. د دې نل‎لیکې ۱۴۷کیلومتره به د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره به یې افغانستان کې چې له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېریږي او ترڅنګ یې ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي له پاکستان څخه لیږدول کېږي.

د هرات کندهار د لویې لارې ترڅنګ د نل‎لیکې له تېریدو سره به د پاکستان د کوټې او ملتان له ښارونو تېره شي او په پای کې به د هند فازیلیکا ته ورسیږي.د دې پروژې ټول لګښت ۲۲ میلیارډه او ۵۰۰ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.

دا پروژه د افغانستان او ترکمنستان څخه د څو کمپنیو لخوا پلې کېږي او همداراز افغانستان د ګازو تصدي د ترکمنستان دولتي ګازو شرکت او له افغانستان څخه دوه خصوصي شرکتونه په کې ګډون لري.

افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۵۰۰میلیون ډالره د ترانزیت، او کله چې د ټاپي پروژه بشپړه شوه، نو تر لسو کلونو۵۰۰ میلیونه مترمکعبه ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارډ مترمکعب کاز ترلاسه کوي.د لومړنیو څېړنو او شمېرو له مخې د ټاپي ګازو پایپ‎لاین به هر کال ۳۳ میلیارده مترمکعب ګاز لیږدوي.

ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژې ترڅنګ یو شمېر نور وړې او لویې پروژې هم پلې شي.د دې پروژې بله برخه هم د ۵۰۰کیلوواټ برېښنا لېږد ده چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان ته لیږدول کېږي.د دې ترڅنګ په سیمه کې به د نوري فایبر مزی هم ولیږدل شي او دا به ګاونډي هېوادونه سره ونښلوي.

د ټاپي ترڅنګ بله پروژه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلی لېږد دی چې تر څنګ یې ویل کېږي چې دافغانستان تورغنډۍ د اورګاډي پټلۍ چې ۱۳ کیلومتره واټن لري د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت به د ترکمنستان له لارې ورغول شي.

د ټاپي سیمه‌اییز اغېز

دټاپي پروژه نه یوازې افغانستان بلکې د سیمېټول هېوادونه له اقتصادي ګټو برخمن کوي. هوټلو نه او بازارونه به جوړ شي،ډيرځايي وګړي به د نل‌ليکی د ساتنې په موخه په دندو وګمارل شي او ډير خلک به په بېلابېلو دندو کې مصروف شي.

د افغانستان د اسلامي امارت رهبري د دې ډول برنامو پر تطبیق او پیل کېدو سره هڅه کوي، څو د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره لاره هواره شي. د دې ډول لویو اقتصادي پروژو پلي کېدل له یو طرفه د کار زمینې برابروي او له بل لوري د اسعاري عوایدو د راتګ لامل کېږي. چې په دې توګه تر یوه حده د هېواد اسعاري اړتیاوې پوره کېږي او د مبادلې د نرخ له ثبات او په هېواد کې په ښه ډول د پولي سیاست د تطبیق په برخه کې مرسته کوي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته