افغانستان ته څلورمه ډالري د مرستې کڅوړه راورسیده

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۴ - ۱۷:۵۷
افغانستان ته څلورمه ډالري د مرستې کڅوړه راورسیده

۱۴۰۰ د لیندۍ ۲۴ مه_ افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې څلورمه کڅوړه چې نولس اعشاریه دوه (۱۹,۲) میلیونه امریکایي ډالر دي ورسیده او د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک تل هڅه کوي، څو د هېوادوالو د بېوزلۍ او ناچارۍ د مخنیوي لپاره اصولي او آسانه لارې وکاروي او له دې لارې هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد د بانکي نظام وضعیت او اسعاري اړتیاوې مخ په ښه کېدو دي.

موږ یو ځل بیا درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان بانک تل هڅه کوي چې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ثابت حد کې وساتي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د افغانستان بانک له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۶ مه - د افغانستان بانک له اړوندو  کړنلارو سره سم د ۴۰۵،۸۹۲،۰۰۰ (څلور سوه پنځه میلیونه او اته سوه دوه نوي زره) افغانیو په ارزښت له سویل لویدیځ زون څخه راټول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ترکیه کې د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې له مشر سره ولیدل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي چې ترکیې هېواد ته یې سفر کړی، د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې  (TKBB)  له مشر ښاغلي اسماعیل یورال او د دې ټولنې. . .

بېرته خبرونه ته