د افغانستان بانک، د افغانستان د بانکونو ټولنې او د صرافانو د یووالي شورا تر منځ د درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۸:۵۵
د افغانستان بانک، د افغانستان د بانکونو ټولنې او د صرافانو د یووالي شورا تر منځ د درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۷ مه – د افغانستان بانک مالي او بانکي خدمتونو ته خلکو د لاسرسي د پراختیا لپاره د افغانستان د بانکونو له ټولنې او د صرافانو د یووالي شورا سره د نماینده له لوري خلکو ته د مالي او بانکي خدمتونو د وړاندې کولو د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي خبرې وکړې او د دې هوکړه لیک د لاسلیک موخه یې د بانکونو او صرافانو تر منځ د همکارۍ روحیې را منځته کول، له نمایندګۍ پرته د بانکوالۍ د خدمتونو وړاندې کول، له ښار لیرې په کلیو او بانډو کې مالي او بانکي خدمتونو د خلکو لاسرسی یاد کړل.

د افغانستان بانک سرپرست د خپلو خبرو په بله برخه کې یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه تل هڅه کوي چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې  بانکي او غیر بانکي سکتور وده وکړي څو په پایله کې مالي او بانکي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات شي او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لامل وګرځي.

ورپسې، د اجنډا سره سم د افغانستان د بانکونو د ټولنې مشر ښاغلي محمد سالم امید چې په دې غونډه کې په آنلاین ډول نښلول شوی ؤ او د صرافانو د یووالي شورا مشر ښاغلي الحاج امین جان خوستي، او محترم حاجی احمد شاه حکیمی د صرافانو د یووالي شورا د مشرتابه غړی په خپل نوبت خبرې وکړې او په دې برخه کې یې له زمینې برابرولو د افغانستان بانک له مشرتابه د مننې تر څنګ له خپلو اړخونو د هر ډول همکارۍ ژمنې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته