د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۰ - ۱۶:۱۹
د افغانستان بانک خبرتیا!

د افغانستان بانک په هېواد کې د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره د نړیوالو پولي لېږدونو (انتقال) د تر سره کولو لپاره طرحه رامنځته کړې ده چې پر مټ یې سوداګر کولای شي د بانکونو له لارې د پیسو لېږد یا TT  تر سره کړي.

په دې طرحه کې د افغانستان بانک د سوداګرۍ د غښتلتیا او سوداګرو د آسانتیاوو په موخه سوداګریزو بانکونو ته اجازه ورکړې ده چې د لاندې توکو او خدمتونو لپاره لېږدونې ( انتقالات) تر سره کړي:

۱ – خوراکي توکي؛

۲ – طبي او کرنیز درمل؛

۳ – سوند توکي؛

۴ – بهداشتي مواد؛

۵ – د لومړنیو موادو په تولید کې د کارولو وړ صنعتي اومه مواد او پرزې؛

۶ – د برېښنا د لګښت پیسې؛

۷ – اړین مخابراتي او ترانسپورټي توکي او خدمتونه؛

۸ – د سیستمونو حفظ او مراقبت؛

د افغانستان بانک ژمن دی چې د ګرانو هېوادوالو لپاره د بانکوالۍ او سوداګریز نظام په برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي چې تر بل هر وخت زیات د مالي او بانکي سکتور ملاتړ وکړي او ټولې معاملې خپل عادي حال ته را وګرځوي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۲
Background image

د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت بیا ځلي پرانیستل شو

د ١٤٤٦  ذوالحجة الحرام ۶ مه – د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد له لوري بیا ځلي پرانیستل شو.

ښاغلي صدیق الله خالد د یاد انستیتوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د چین له سفیر سره پر مالي او بانکي همکاریو خبرې وکړې

۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۴ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا، د چین هېواد له سفیر ښاغلي جاو شینګ سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پراخېدو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د افغانستان بانک له لوري په شمال زون کې مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۶هـ ق، ذوالقعدة الحرام ۱۶ - د افغانستان بانک د پولي راکړو ورکړو په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو او له ګردښت څخه د مندرس شویو بانکنوټونو د ایستلو په موخه، په شمال زون کې د ۸۴۳. . .

بېرته خبرونه ته