د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۱۶:۱۸
د افغانستان بانک خبرتیا

له دې لارې هېوادوالو ته خبر او ډاډ ورکول کېږي؛ چې د افغانستان بانک د افغانۍ بانکنوټونو د چاپ په برخه کې له پلان سره سم د پام وړ پرمختګونه ترلاسه کړي، او هېواد ته د دغو بانکنوټونو د رارسېدو پړاوونه به له پالسۍ سره سم پیل شي. دا بانکنوټونه د هېواد د معقولو پولي سیاستونو پر بنسټ، د اقتصادي ودې او په بازار کې پیسو ته له اړتیا سره سم خپرېږي. همدارنګه زاړه بانکنوټونه به په سیستماتیک ډول او په دې برخه کې د شته کړنلارې پر بنسټ راټولېږي او له دوران څخه به وویستل شي.

د افغانستان بانک له خپلو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي څو د بانکنوټونو د ساتلو اړینو تدابیرو او د راکړو ورکړو په اوږدو کې د مسؤلانه چلند په پام کې نیولو سره، د افغانۍ بانکنوټونو د ژر زړېدو مخه ونیسی او د دې ملي پانګې په ساتنه کې خپله ونډه ترسره کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته