د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۴:۵۱
د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د مخکینی خبرتیا په تعقیب، ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان بانک د هېواد پولي بازارونه په دقیقه توګه تر نظر لاندې لري او د بیو ثبات او د تبادلې د نرخ د ثبات لپاره اړین ګامونه پورته کوي.

همدارنګه، د هېوادوالو د ډاډ لپاره یادونه کېږي چې د افغانستان بانک کافي سرچینې په واک کې لري او د اړتیا په صورت کې د پولي بازارونو  او مالي بنسټونو د افغانیو او اسعارو اړتیاوې پوره کوي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۸:۲۵
Background image

د ایوفي او اسلامي پراختیایي بانک په کلنۍ غونده کې د افغانستان بانک د رئیس ګډون

د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ یو پلاوي د اسلامي مالي مؤسساتو لپاره د محاسبې او تفتیش د ادارې (ایوفي) او د اسلامي پراختیایي بانک په نولسمه غونډه کې چې په بحرین هېواد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۶:۲۸
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یونما له مشرې سره ولیدل

۱۴۴۶ ربیع الثاني ۲۶ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې غونډه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

ګرانو هېوادوالو!

له دې لارې تاسو ته خبر درکول کېږي چې یو شمېر ناوړه ګټه اخیستونکي اشخاص د واتساپ له بېلابېلو شمېرو څخه په دې پلمه له تاسو څخه د ناپېژاندو اشخاصو بانکي حسابونو ته د پیسو د جمع کولو غوښتنه. . .

بېرته خبرونه ته