د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۳:۱۹
د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۴۵ د رمضان المبارک ۲۳ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې صعب الحصول پورونو، اسلامي بانکوالۍ د محصولاتو، د بانکي ستونزو د حل په موخه د ځانګړې محکمې رامنځته کولو، پیسو د لېږد ( ټي ټي)، پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړوندو برخو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري پر ذکر شویو مواردو د بحث تر څنګ د افغانستان بانک له اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او د سوداګریزو بانکونو له استازو یې وغوښتل چې د درنو هېوادوالو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت، د افغانستان د بانکونو د ټولنې او د سوداګریزو بانکونو استازو هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د افغانستان بانک له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۶ مه - د افغانستان بانک له اړوندو  کړنلارو سره سم د ۴۰۵،۸۹۲،۰۰۰ (څلور سوه پنځه میلیونه او اته سوه دوه نوي زره) افغانیو په ارزښت له سویل لویدیځ زون څخه راټول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ترکیه کې د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې له مشر سره ولیدل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي چې ترکیې هېواد ته یې سفر کړی، د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې  (TKBB)  له مشر ښاغلي اسماعیل یورال او د دې ټولنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۶:۲۹
Background image

د اداري پروسو د ساده کولو په موخه د غونډې جوړېدل

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الاول ۵ مه - د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۷/۳/۱ نېټې د (۵) ګڼې د (۲) بند پرېکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۴۴۷/۳/۲۰ نېټې د (۱۸۲۵/۶۹۶) ګڼې. . .

بېرته خبرونه ته