د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره  غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۶:۲
د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره  غونډه

د ۱۴۴۷ کال د رجب المرجب ۱۴ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د برېښنایي اداینو د پراختیا عمومي لارښود ( تګلارې/ ستراتیژۍ)، د دې ستراتیژۍ د ښه تطبیق، له نغدي معاملاتو څخه برېښنایي ( ډیجیټلي) معاملاتو ته د ستنیدلو، مالي شمولیت د پراختیا، د سوداګریزو بانکونو له لوري په ټولګټو پروژو کې د پانګونې او بانکي پروسو د ساده کولو په اړه بحث وشو.

د یادې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د برېښنایي اداینو د پراختیا عمومي لارښود ( ستراتیژي) چې په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د قدر وړ مقام له لوري منظور شوې، په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.

نوموړي د یادې تګلارې د مؤثر او همغږي تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې له نغدو معاملاتو څخه برېښنایي او ډیجیټلي معاملاتو ته تدریجي لېږد د مالي نظام د عصري کېدو، شفافیت د پیاوړتیا او د اقتصادي موثریت د لوړولو لپاره یو بنسټیز ګام دی. د ښاغلي خالد په وینا، بانکي سکتور په دې برخه کې اساسي رول لري او سوداګریز بانکونه باید د برېښنایي اداینو د پراختیا لپاره خپل سیستمونه پیاوړي، خدمتونه پراخ او خلکو ته اسانه لاسرسی برابر کړي.

نوموړي له سوداګریزو بانکونو وغوښتل چې د یاد لارښود په رڼا کې د نوښتګرو ډیجیټلي حل‌لارو په پلي کولو سره د مالي شمولیت پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو د ټولنې بېلابېل قشرونه، وکولای شي له خوندي، چټکو او اغېزناکو برېښنایي مالي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو له لوري په ټولګټو پروژو کې د پانګونې موضوع هم مطرح شوه او ټینګار وشو چې دا ډول پانګونې نه یوازې د ټولنې د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمې دي، بلکې د بانکي سکتور د ټولنیز مسؤلیت د پیاوړتیا، د اقتصادي پرمختګ د ملاتړ او د خلکو باور لوړولو کې هم اغېزناک رول لري.

 د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد له سوداګریزو بانکونو وغوښتل چې د بانکي سکتور له لوري په بهرنیو هېوادونو کې سرمایه‌ګذارۍ را کمې کړي، ترڅو پر مټ یې په کور دننه په ټولګټو پروژو کې پانګونې تر سره شي.

د دې غونډې په لړ کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال د پروسو پر ساده کولو هم ټینګار وکړ او له سوداګریزو بانکونو یې وغوښتل چې د خلکو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پروسې ساده او آسانه کړي، ترڅو په دې وسیله درنو هېوادوالو ته لا ډېرې آسانتیاوې برابرې شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته