د افغانستان بانک سرپرست د صرافانو د یووالي شورا له یو تن غړي سره وکتل

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۷:۵۱
د افغانستان بانک سرپرست د صرافانو د یووالي شورا له یو تن غړي سره وکتل

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د صرافانو د یووالي شورا له غړي ښاغلي احمد شاه حکیمي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکي د کړنو د میکانیزه کولو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په پیل کې د صرافانو د یووالي شورا غړي ښاغلي حکیمي د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو ستونزو او وړاندیزونو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې او د افغانستان بانک له مشرتابه څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې، د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي خبرې وکړې، ویې ویل چې د افغانستان بانک د صرافیو او پولي خدمتونو د کړنو د معیاري کولو او پیاوړتیا لپاره ژمن دی او تل یې هڅه کړې ده چې د غیربانکي سکتور د ودې لپاره مناسبې او معقولې زمینې برابرې کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته