د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د هند له سفیر سره غونډه ترسره کړه
۱۴۰۰ کال د وري ۱۵ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په کابل کې د هند له مېشت سفیر سره ولیدل او د دواړو هېوادونو تر منځ یې پر بېلابېلو اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او بانکي او مالي موضوعګانو خبرې وکړې.
دا غونډه د نړیوالو او سیمهایزو سازمانونو او مؤسسو سره د اړیکو د پیاوړتیا او تنظیم په موخه د معلوماتو د شریکولو او د معقولو پولي او مالي طرحو او پالیسیو د جوړولو لپاره جوړه شوې وه او د دې غونډې په اوږدو کې د تخنیکي همکاریو، معلوماتو او د تجربو د شریکولو په تړاو خبرې وشوې.
ښاغلي اجمل احمدي د هندوستان هېواد له همکاریو د مننې تر څنګ د یاد هېواد له سفیر څخه وغوښتل څو د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي او نوموړي د افغانستان او هند د سالمو بانکي اړیکو د پیاوړتیا پر اغېزناکو همکاریو ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د هند سفیر د افغانستان بانک له سرپرست ښاغلي اجمل احمدي سره یو ځای د دې بانک له موزیم څخه لیدنه وکړه.