د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني د افغانستان بانک رئیس ښاغلي خلیل صدیق د غازي وزیر محمد اکبر خان د مډال په ورکولو سره وستایه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۰:۲۳
د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني د افغانستان بانک رئیس ښاغلي خلیل صدیق د غازي وزیر محمد اکبر خان د مډال په ورکولو سره وستایه.

د مډال د ورکولو فرمان د افغانستان بانک ته رالیږل شوی دی چې متن یی لاندې ټکي رانغاړی:

د افغانستان بانک لوې رییس ښاغلي خلیل صدیق  په یاد بانک کې د ماموریت پرمهال اړوندې دندې په پوره رښتینولۍ او اغېزمنتیا تر سره کړي او د بانکي سکټور د ودې او پراختیا په برخه کې یې هلې څلې کړې چې کړنې یې د تقدیر وړګنل کیږي.

له همدې امله د هغه د غوره او قدر وړ خدمتونو او لاسته راوړنو د تقدیرولو په موخه، د اساسی قانون د (۶۴) مې مادې د (۱۹ مې) فقرې له حکم سره سم، نوموړی ته د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال ورکړه منظوروم.

د لوی خدای(ج) له درباره نوموړي ته د هيواد او هيوادوالو د خدمت په برخه کې دلا ډیرو بریاوو هیله کوم.

محمد اشرف غنی

د افغانستان د اسلامې جمهوریت رییس

وروستي خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۶/۳۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د افغانستان بانک د اسعاري زیرمو د بهیر څرنګوالی

د افغانستان بانک اسعاري زیرمو د ۲۰۰۴ زیږدیز کال راپدېخوا لوړېدونکی بهیر درلودلی دی. په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې د افغانستان بانک ټولیزه اسعاري زیرمې ۱.۲۷ میلیارده امریکايي ډالره اټکل شوی ؤ چې. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۸ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، 1398 کال د وږی 28ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د وږی میاشتې په 30 نېټه د شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۸ - ۹:۹
Background image

په بامیانو ولایت کې د "منقولو مالونو د رهن د تسهیلولو څرنګوالي" روزنیز ورکشاپ جوړ شو

مالي وجوه ته د لاسرسۍ د تسهیلولو په موخه د افغانستان بانک د روان کال د وږي میاشتې په ۲۴ نیټه باندې په بامیانو ولایت کې د سوداګریزو بانکونو او د کوچنیو مالي ادارو استازو او صنعت کارانو. . .

بېرته خبرونه ته