د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۱۱:۳۲
د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري د میاشتې ۱۵ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ چې د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت د مدیره پلاوي مشر هم دی غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت اجرائیوي مشر ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د ۲۰۱۹ میلادي کال په دویمه ربع کې د یاد انستیتیوت په اډانه کې د تر سره شویو چارو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل او د دې انستیتیوت په راتلونکو پلانونو خبرې اترې وشوې.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت په اډانه کې له تر سره شویو چارو د مننې ترڅنګ په دې برخه کې د لا زیاتو پرمختګونو د راتګ هيله وښوده.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوتاجرائیوي مشر ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د یاد انستیتیوت د مدیره هیئت غړيو ښاغلي بهرام برزین، ډاکتر سالم امید او په مالي سکتور کې د افغانستان بانک د ریاست سلاکار ښاغلي سید عبدالغفور سادات هم ګډون کړی وو.

پاتې د نه وي چې دا انستیتیوت په ۲۰۱۰ میلادي کال کې جوړ شوی دی چې د مالي او بانکدارۍ برخو کې روزنیز خدمتونه وړاندې کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۵:۶
Background image

د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د معلوماتي کړنو د راپور لنډیز

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ادارو د کړنو په اړه معلوماتو ته لاسرسی د هر افغان حق دی. د افغانستان بانک د دې اصل او د روڼتیا او حساب ورکونې د اصل په پام کې نیولو سره چې د بانک یو له مهمو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، د 1398 کال د مرغومی 29ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د مرغومی میاشتې په 30 نېټه د دوشنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې. . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۵:۸
Background image

په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو د دودولو هڅې وستایل شوې

کابل، ۱۳۹۸ مرغومې ۲۸ مه– د افغانستان بانک د هېواد د حرفوي سوک وهنې د دوو تنو لوبغاړو او د شپږېزې کرکټ سیالیو پر مهال په سوداکریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو د دودولو په برخه کې د. . .

بېرته خبرونه ته