د بانکوالۍ سکتور ښه والی او د افغانۍ د ارزښت ثبات د افغانستان بانک له لومړیتوبونو څخه دي

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۶:۱۳
د بانکوالۍ سکتور ښه والی او د افغانۍ د ارزښت ثبات د افغانستان بانک له لومړیتوبونو څخه دي

۱۲ صفر المظفر ۱۴۴۵- د بانکي سکتور د پیاوړتیا او د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره د افغانستان بانک د هڅو په دوام، دا ځل په سویل لویدیځ زون ( کندهار ولایت) کې د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو. د دې غونډې موخه د بانکوالۍ سکتور د وضعیت د ښه والي، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د افغانۍ ترویج او په کورنیو راکړو ورکړو کې د پردیو پیسو د کارونې د مخنیوي او د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په پار د امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ فضا رامنځته کول دي.

په دې ورکشاپ کې د کندهار، زابل، هلمند، ارزګان او دایکنډي ولایتونو واليانو، امنیه قوماندانانو, د استخباراتو رئیسانو, ښاروالانو، سوداګرو، سیمه ییزو مخورو، د سوداګریزو بانکونو استازو او صرافانو ګډون کړی وو.

په پیل کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري خبرې وکړې او د پولي سیاست د اغېزناک تطبیق، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په برخو کې یې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو یادونه وکړه.

ښاغلي بدري د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې الحمدلله اوسهمال افغانۍ له ښه ثبات څخه برخمنه ده او د اسعارو پر وړاندې یې د سیمې د ډېرو پولي واحدونو په پرتله خپل ارزښت ښه ساتلی دی. د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئيس د سویل لویديځ زون له خلکو وغوښتل چې د ملي پیسو د ثبات لپاره دې په ټولو داخلي راکړو ورکړو کې افغانۍ وکاروي او د هېواد د يو مسوول وګړي په توګه دې خپله ونډه په ښه توګه ترسره کړي.

د نوموړي په خبره تر راتلونکې دوه نیمو میاشتو به په سویل لویديځ زون کې د افغانۍ کارونه عامه شي او تر هغې وروسته څوک نه شي کولای چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې سیمه ییز اسعار وکاروي.

ښاغلي هدایت الله بدری د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې په هېواد کې په کورنیو راکړو ورکړو کې د اسعارو د کارولو د بندیز د پروسې تطبیق یو تدریجي بهیر دی چې د ټولو مسوولو بنسټونو او د هېواد د پتمنو خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.

ورپسې د کندهار والي محترم حاجي ملا شیرین اخند د دغې سترې غونډې له جوړیدو ستاینه وکړه چې د افغانستان بانک په نوښت د سویل لویدیځ زون په کچه جوړه شوې وه او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک هڅې وستایلې او په مؤثره توګه د پولي سیاستونو تطبیقولو، د افغانۍ د ارزښت ساتلو او د اسلامي بانکوالۍ سکتور د مدیریت په برخه کې د افغانستان بانک هڅې ارزښتناکې وبللې.

د کندهار والي وویل چې افغانۍ د سيمې په کچه يو له تر ټولو باثباته او ارزښت لرونکو پولي واحدونو له ډلې څخه ده. هغه له خلکو، صنعتکارانو، توليدي شرکتونو او سوداګرو څخه وغوښتل ترڅو په خپلو کورنيو راکړو ورکړو کي د ملي پیسو څخه کار واخلي او په غوره توګه یې د دودولو په برخه کې د ترویج له پروسې څخه، چې یوه ملي پروسه ده، ملاتړ وکړي.

د دې ورکشاپ په دوام، د بانکوالۍ سکتور د ښه والي، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو او په ځانګړې توګه په سویل لویدیځ زون کې د افغانۍ د ترویج او په داخلي راکړو ورکړو کې د اسعارو د کارولو د مخنیوي په موخه د ګټورو پروګرامونو د طرحه کولو او پلي کولو په برخه کې د افغانستان بانک د مهمو لاسته راوړنو په هکله له ګډونوالو سره مفید معلومات شریک شول او د بېلابېلو ولایتي ادارو او ولس ترمنځ د همکارۍ د کچې په اړه هم خبرې اترې وشوې.

په پای کې د ګډونوالو تر منځ د آزاد بحث لپاره زمینه برابره شوه او د ملي پروسو، په ځانګړې توګه د افغانۍ د ترویج له بهیر څخه د ملاتړ اعلانولو ترڅنګ، د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره خلکو ته د آسانتیاوو چمتو کولو په پار د معقولو مالي او بانکي طرحو په تړاو خبرې اترې وشوې او یو له بل سره یې نظرونه شریک کړل.

باید وویل شي چې تر دې غونډې وروسته د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د سویل لویدیځ د پنځه ګونو ولایتونو له والیانو, امنیه قوماندانانو, د استخباراتو له رئیسانو, ښاروالانو او د افغانستان بانک د نمایندګیو له مدیرانو سره وکتل او د افغانۍ د ترویج د طرحې د تطبیق او څارنې په اړه کمیټې تشکیل شوې.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۵۷
Background image

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام  ۲۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې یو شمیر مغرضو اشخاصو د ټولنیزو شبکو په ځینو پاڼو، په ځانګړې توګه ټلګرام کې پر غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د جلبولو په موخه په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۱:۲
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ذوالحجة الحرام  17 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام  د میاشتې په 18 نېټه (1403/04/05) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو. . .

بېرته خبرونه ته