د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د مالي ثبات کمیټې دویمه غونډه جوړه شوه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۳
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د مالي ثبات کمیټې دویمه غونډه جوړه شوه

۱۴۴۵ رجب المرجب ۳۰ – د ریاست الوزراء لومړي مرستیال او د اقتصادي عالي شورا رئیس ښاغلي الحاج مُلا عبدالغني برادر آخند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي شورا، د مالي ثبات کمیټې او د مجوزو بانکونو د سهمدارانو ترمنځ د بانکي سکتور د ستونزو ارزولو او د حل لارو موندلو په موخه د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې د مالي ثبات کمیټې دویمه غونډه جوړه شوه. په دې ناسته کې د مالي ثبات کمیټې د لومړۍ غونډې په وړاندیزونو، پرېکړو او پرمختګونو او د بانکي سکتور پر فعالیتونو، ننګونو او لاسته راوړنو خبرې اترې وشوې او ګډونوالو له یو بل سره نظرونه شریک کړل.

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د غونډې په پرانیستونکې وینا کې د افغانستان بانکي سکتور پر لوړو ژورو رڼا واچوله او ویې ویل چې د هېواد بانکي سکتور په بحراني وضعیت کې د بانک مشرتابه ته وسپارل شو او پر یاد سکتور د خلکو د اعتماد کچه خورا راټیټه شوې وه خو د نړیوالو د منفي وړاندوینو برعکس د الله تعالی په فضل نه یواځې دا چې بانکي سکتور بیرته پر خپلو پښو ودرید، بلکه ډیرې لاسته راوړنې او پرمختګونه هم لري چې په دې برخه کې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ غوره ارزښت، د بانکي سکتور ټیکاو، د انفلاسیون کنټرول، د اسلامي بانکوالۍ ترویج او پر بانکي سکتور د خلکو د باور زیاتوالی ښې بیلګې دي.

ښاغلي بدري زیاته کړه چې سربېره پر دې، د افغانستان بانک د بانکي سکتور وضعیت د لا ښه والي لپاره مؤثر پروګرامونه په پام کې لري او ژمن دی ترڅو د اغیزناکو پالیسیو او ستراتیژیو له لارې د هېواد په اقتصادي پرمختګ او هوساینه کې خپل اغیزناک رول ولوبوي.

ورپسې، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د اقتصادي عالي شورا رئیس ښاغلي الحاج مُلا عبدالغني برادر آخند وویل چې بانکي سکتور د هېواد په رغونه او اقتصادي پرمختګ کې ځانګړی رول لري او په دې سکتور کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي چې په پایله کې یې د خلکو او سوداګرو باور بیرته ترلاسه کړی دی.

ښاغلي الحاج مُلا برادر آخند خلکو او سوداګرو ته د غوره بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو او د بانکي سکتور د ستونزو پر هوارولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې حکومت ژمن دی ترڅو د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل کولو په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي. نوموړي وویل چې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول، د انفلاسیون کنترول، د کانونو قانوني استخراج، د زراعت سکتور معیاري کول، د اوبو مدیریت، د بهرنیو پانګو جذبول او په ټوله کې اقتصادي ودې او سوکالۍ ته لاره هوارول د حکومت د اوږد مهاله پلانونو برخه ده.

ښاغلي الحاج مُلا عبدالغني برادر د خپلو خبرو په بله برخه کې سهمدارانو ته د هغوی د ځان او مال د امنیت ډاډ ورکړ او ویې ویل چې په هېواد کې ستاسو د بانکونو د تمویل او پانګونې لپاره په کامله توګه خوندي چاپیریال رامنځته شوی دی او تاسې کولای شئ چې د خپلو بانکونو په پیاوړي کولو مو د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلئ. هغه د بانکونو سهمدارانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې وطن ته راستانه شي او د حکومت د اقتصادي موخو په ترلاسه کولو کې د سهمدارانو، سوداګرو او پانګوالو څخه د هغوی د همکاریو غوښتونکی شو.

له هغه وروسته، د مالیې وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا ناصر آخند ګډونوالو ته وینا وکړه او ويې ویل چې د مالیې وزارت د مالي ثبات د ډاډمنولو لپاره بیلابیل ګامونه پورته کړي دي او د بانکي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې یې د افغانستان بانک سره په همغږۍ ونډه اخیستي ده چې ښې بیلګې یې ټولې مالي چارې او لګښتونه د بانکونو له لارې ترسره کول، د بانکونو د صعب الحصول پورونو د ترلاسه کولو لپاره کمیسیون جوړول، د مالیې وزارت له آدرسه په محاکمو کې د بانکونو قضیې ژر څیړل او حل کول او ټول عواید د بانکونو له لارې راټولول دي. همداراز، نوموړي زیاته کړه چې د مالي ثبات د ډاډمنولو په برخه کې نور پروګرامونه هم په پام کې لري چې په راتلونکي کې به عملي شي.

په دې غونډه کې د مجوزو بانکونو سهمدارانو هم په خپل وار په آنلاین او حضوري ډول د غونډې ګډونوالو سره خپل وړاندیزونه، ستونزې، سپارښتنې او نظرونه شریک کړل او د هېواد د بانکي سکتور د لا پياوړتیا په برخه کې یې خپلې ژمنې تازه کړې. همداراز هغوی د بانکي سکتور د ثبات په برخه کې د افغانستان بانک هلې ځلې وستایلې.

د دې ناستې جمع بندي د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد لخوا ترسره شوه. ښاغلي خالد د ګډونوالو د نیکو نظرونو په تړاو د قدردانۍ څرګندونه وکړه او د مالي ثبات کمیټه یې د بانکي سکتور د ستونزو د حل کولو په برخه کې مؤثره وګڼله او ویې ویل چې د افغانستان بانک په به خپل وار د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا په برخه کې اغیزناکې او دوامدارې هڅې وکړي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۵۷
Background image

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام  ۲۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې یو شمیر مغرضو اشخاصو د ټولنیزو شبکو په ځینو پاڼو، په ځانګړې توګه ټلګرام کې پر غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د جلبولو په موخه په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۱:۲
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ذوالحجة الحرام  17 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام  د میاشتې په 18 نېټه (1403/04/05) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو. . .

بېرته خبرونه ته