د سوداګریزو بانکونو د کارکوونکو لپاره د ښوونیز پروګرام جوړېدل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۲:۳۶
د سوداګریزو بانکونو د کارکوونکو لپاره د یو ورځنی ښوونیز پروګرام جوړېدل

د افغانستان بانک د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز لخوا د سوداګریزو بانکونو د بانکي عملیاتو او له قوانینو څخه د پیروی برخې د کارکوونکو لپاره ښوونیز پروګرام جوړ شو.

دا ښوونیز پروګرامونه د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز د کلني پلان سره سم د پیسو وینځلوAML/CFT او نورو اړوندو مالي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د بانکي سکتور د ظرفیت لوړولو په موخه د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې په ۲۴ او ۳۰ مه، د لړم په ۱۶ مه او د لیندۍ په ۱۹ مه نېټه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړ شوي وو. په دې پروګرام کې د سوداګریزو بانکونو د اوړوندې برخې کارکوونکو ته د سوداګریزو بانکونو د پېرودونکو د مشکوکو او لویو معاملو د رپوټونو چمتو کولو په برخه کې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شویو عوایدو د مخنیوي قانون، مقرراتو، عملیاتي برخو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول.

باید وویل شي چې د افغانستان د مالي رپوټونو او معاملاتو د شننې مرکز په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې رامنځته شوی دی او اساسي موخې یې د پیسو وینځلو او نورو اړوند مالي جرمونو د ګواښونو پر وړاندې د افغانستان د مالي سیستم ساتنه، له جرمونو څخه د را پیدا شوو عوایدو ته د مجرمینو د لاسرسي مخنیوی، روڼتیا او حساب ورکولو ته وده ورکول دي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۴۰
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 20 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 21 نېټه (1403/02/11) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

بېرته خبرونه ته