د عوایدو د بانکي کولو په اړه غونډه
![د عوایدو د بانکي کولو په اړه غونډه](/sites/default/files/2022-03/1_0_3.jpg)
۱۴۰۱ وری ۶ مه – د افغانستان بانک د اداینو آمریت او د افغانستان د تادیاتو سیستم (Afghanistan Payments System) لخوا د مالیې وزارت عوایدو لوی ریاست او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې تر منځ د بانکونو له لارې د عوایدو را ټولولو په اړه غونډه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د بانکي سکتور له لارې د عوایدو د راټولولو په اړه هر اړخیز تخنیکي بحثونه تر سره شول. باید وویل شي چې دا غونډه د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو محترمې شورا د ۱۴۰۰/۷/۱۹ نېټې د ۵ ګڼې مصوبې پر بنسټ جوړه شوې وه. په یاده مصوبه کې راغلي د ټولو عایداتي او خدماتي ادارو عواید دې د بانکي سکتور له لارې را ټول شي.
د بانکي سکتور له لارې د عوایدو را ټولول له روڼتیا سره مل دي او په سوداګریزو راکړو ورکړو کې چټکتیا رامنځته کوي.