د مندرسو بانکنوټونو بېلګې
د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو کړنلارې د شپږم فصل د (۳۶) مادې سره سم، هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي:
۱- هغه بانکنوټونه چې ظاهري بڼه یې په بشپړه توګه بدله شوې وي.
۲- هغه بانکنوټونه چې یوه برخه یې قطع شوې وي.
۳- هغه بانکنوټونه چې زیات لیکل پرې شوې وي چې له امله یې د بانکنوټ ظاهري بڼه بدله شوې وي.
۴- هغه بانکنوټونه چې امنیتي نښې یې په بشپړه توګه له منځه تللي وي خو اصليت یې د پیژندلو وړ وي.
۵- هغه بانکنوټونه چې د ډیرې کارونې له امله په بشپړ ډول زاړه (مړاوي) شوي وي او د نوټ شمیرنې په ماشینونو کې د شمیرلو وړ نه وي.
۶- هغه بانکنوټونه چې ډیر زاړه شوي وي، ډیرې څیرې شوې برخې ولري او په ډیرو برخو یې سکاشټیپ لګیدلی وي او د نوټ شمیرنې په ماشینونو کې د شمیرلو وړ نه وي.
د افغانستان بانک د اړوندې کړنلارې سره سم په خپل وار د خلکو د آسانتیا لپاره مندرس بانکنوټونه راټولوي او سوځوي او په بدل کې یې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کوي. خو له ګرانو هېوادوالو څخه غواړي چې په غوره توګه یې د ساتلو په برخه کې پاملرنه وکړي.