د نړیوال بانک له استازو سره غونډه
کابل، د ۱۳۹۸ کال د وږی ۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د نړیوال بانک له استازو سره د افغانستان بانک په اډانه کې د روانو پروژو په اړه غونډه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې چې د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د نړیوال بانک له همکاریو مننه وکړه او د دې بانک په لا زیاتو همکاریو یې ټينګار وکړ.
په یاده غونډه کې د نړیوال بانک استازو هم له خپل لوري د افغانستان بانک سره د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.