د پیسو د نړیوال صندوق کلنۍ پسرلنۍ غونډه په آنلاین ډول ترسره شوه
د پیسو د نړیوال صندوق کلنۍ پسرلنۍ غونډه (IMF-MENAP) چې نن پنجشنبه د ۱۴۰۰ کال د وري د میاشتې په ۱۲ مه جوړه شوې وه په کې د نړۍ د مرکزي بانکو رئیسانو، د مالیې وزیرانو او یو شمېر علمي شخصیتونو په آنلاین ډول ګډون کړی وو.
د یادې غونډې په پیل کې د پیسو د نړیوال صندوق جګپوړو چارواکو د نړۍ پر مهمو اقتصادي بدلونونو په ځانګړې توګه پر نړیوال اقتصاد د کرونا ویروس د خپرېدو په اغېزو، د نړیوال اقتصاد پر راتلونکې، مالي ټیکاو، بیکارۍ او د نړیوالو مرستو پر اغېز خبرې وشوې.
په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي هم د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، د کرونا ویروس څخه د وتلو پر حالت، د پيسو د نړیوال صندوق او افغانستان د ګډو پروګرامونو پر پلي کیدو په ځانګړي ډول د لوی اقتصاد د ټیکاو د پیاوړتیا په موخه پر یو شمېر اقتصادي شاخصونو لکه انفلاسیون، د اداینو بیلانس، اقتصادي پرمختګ، د هېواد د ارزي زیرمو پر ودی او همدارنګه په مالي او بانکي سیسټم کې د جوړښتي اصلاحاتو پر پلي کیدو هر اړخیزې خبرې وکړې.