هیواد ته د بشرپاله مرستو پر دوام د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه را ورسېده
۱۴۰۰ د کب ۲۹ مه_ افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر نغده مرسته را ورسېده. افغانستان ته د بشرپاله مرستو له پیل تر دې مهاله دا نولسم ځل دی چې کابل ته په نغده ډول مرستي راځي او د افغانستان نړیوال بانک یا (AIB) ته سپارل کېږي.
د افغانستان بانک د نړیوالې له مرستو مننه کوي او تمه لري چې په نورمالې او بانکي برخوکې له نړیوالو سره غوره اریکې ولري.