په ارګون او ډنډ پټان کې د افغانستان بانک د څانګو پرانیسته

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۲:۳۹
په ارګون او ډنډ پټان کې د افغانستان بانک د څانګو پرانیسته

د افغانستان بانک درنو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه تر غلام خان بندر وروسته په ارګون او ډنډ پټان کې نوې څانګې پرانیستلې.

د دغو څانګو د پرانیستې پر مهال د افغانستان بانک د سیستمونو د برخې مسئول ښاغلي روح الله فیضي وویل چې دا څانګې اړتیا ته په کتلو او د سوداګرو د غوښتنې په اساس پرانیستل شوې، تر څو د درنو هېوادوالو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي. د نوموړي په خبره دا څانګې له عصر سره سم په ټولو نړیوالو معیارنو برابرو سیستمونو باندې مجهزې دي چې په پرانیستلو سره به یې د سوداګرو ستونزې حل او چارې به په وخت سره تر سره کېږي. د ښاغلي فیضي په خبره نور سوداګر اړ نه دي چې د خپلو مالیاتو او حسابونو د تصفیې لپاره مرکز ته لاړ شي، بلکې دا چاره به همدلته نږدې تر سره کېږي.

د یادونې وړ ده چې د دې څانګو د پرانیستې پر مهال د ارګون او ډنډ پټان څانګو مسئولینو او یو شمېر ولایتي چارواکو هم ګډون درلود، دوی په خپل نوبت سره درنو هېوادوالو او سوداګرو ته د یادو څانګو د پرانیستلو مبارکي وویله او ژمنه یې وکړه چې د درنو هېوادوالو لپاره به د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

باید وویل شي چې تېره اونۍ د افغانستان بانک د غلام خان بندر کې د نوې څانګې پرانیسته وکړه او دا بانک ژمن دی چې د درنو هېوادوالو لپاره په ټولو مالي او بانکي برخو کې په نړیوالو معیارونو برابر مجهز سیستمونه رامنځته کړي او په دې وسیله د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۳:۴۰
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شوال المکرم 20 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شوال المکرم د میاشتې په 21 نېټه (1403/02/11) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د افغانستان بانک سرپرست رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

۱۴۴۵ کال د شوال المکرم ۱۵ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په کابل کې د ایران هېواد له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

د آنلاین صرافیو د ممنوعیت په اړه خبرتیا!

په افغانستان کې د آنلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه د افغانستان بانک د مخکینو خبرتیاوو په تعقیب، یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص یا. . .

بېرته خبرونه ته