په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مشرې سره غونډه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۲:۱۵
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مشرې سره غونډه

۱۴۴۴ جمادي الاول ۱۴ مه – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې آغلې رزا اوتونبایوا سره د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادريس) ولیدل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې بحث وکړ.

په دغه لیدنه کې د فقر او بیکارۍ د له منځه وړلو، بشري مرستو، بهرنیو پانګونو، بانکي لېږدونو او اړیکو، د افغانستان د اسعاري زېرمو، کوچنیو پورونو، مالي خدمتونو د پراختیا او یو شمېر نورو مهمو مالي او بانکي موضوعګانو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د نړیوالو اصولو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او پدې برخه کې به د افغانستان بانک له اړخه له هېڅ ډول همکارۍ درېغ و نه کړي.

نوموړي د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې تر څنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې وغوښتل چې په افغانستان کې د فقر، بیکارۍ او نورو منفي نا خوالو د له منځه وړلو لپاره د نړیوالو منل شوو اصولو او مقرراتو په رڼا کې د مناسب چاپیریال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، تر څو په دې وسیله د یادو پدیدو څخه په ملي او نړیواله کچه د رامنځته کېدونکو منفي تاثیراتو مخنیوی وکړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د پالېسۍ ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي هم ګډون درلود او له نړیوال بانکي سکتور سره یې د افغانستان د بانکي سکتور د نښلولو په اړه هر اړخیز بحث وکړ. نوموړي له نړیوالو سیستمونو سره د افغانستان د بانکي سیستمونو نښلول د هېواد په اقتصادي وده او سوداګریزه پراختیا کې د خورا ارزښت وړ یاد کړل.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې آغلې رزا اوتونبایوا هم د افغانستان بانک سره د غوره اړیکو پر لرلو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان بانک د مشرتابه پیغام به د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې شریک کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۳:۲۱
Background image

د افغانستان بانک رسنیزه اعلامیه

د افغانستان بانک له سوداګرو، صرافانو، د قیمتي ډبرو کاروباریانو او له ګرانو هېوادوالو څخه په خورا درنښت غوښتنه کوي چې په اقتصادي معاملو او راکړو او ورکړو کې د افغانۍ د کارولو، له هېواد. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۲:۵
Background image

د افغانستان بانک 17 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1444 رجب المرجب 15 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1444 کال د رجب المرجب د میاشتې په 17 نېټه (1401/11/19) د چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (17) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۶:۵۷
Background image

په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د یو ورځني ګفتمان جوړېدل

۱۴۴۴ رجب المرجب ۶ مه – په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پیاوړتیا، پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي لپاره مناسبو زمینو برابرولو په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته