کابل ته د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو د نغدي کڅوړې را رسېدل
![کابل ته د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو نغدي کڅوړه را ورسېده](/sites/default/files/2022-11/18.jpg)
۱۴۴۴ ربیع الثاني ۱۸ مه - افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ څخه هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دوی غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.
د افغانستان بانک د هېواد پر مالي او بانکي سکتور د څارونکي بنسټ په توګه تل هڅه کړې ده چې له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره اړیکې ولري.