د دولتي کارکوونکو لپاره د افغانستان بانک د موخو، دندو او ټولیزو سیاستونو په هکله یو ورځنی سیمینار جوړ شو

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۶:۳۰
د دولتي کارکوونکو لپاره د افغانستان بانک د موخو، دندو او ټولیزو سیاستونو په هکله یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ۱۴۴۵ محرم الحرام ۶ مه – د ماليې، اقتصاد، سوداګرۍ، لوړو زدکړو او پوهنې وزارتونو د کارکوونکو لپاره د افغانستان بانک د موخو، دندو او د پولي سیاستونو د طرحه کولو او تطبیقولو په تړاو د مفصلو معلوماتو وړاندې کولو په موخه یو ورځنی سیمینار جوړ شو.

 په دې سیمینار کې د پولي سیاست موثریت، د اسلامي بانکوالۍ او د تادیاتي سیستمونو پراختیا، د بانکي سکتور د کړنو د ښه والي او د غیربانکي مالي موسسو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په هکله خبرې اترې وشوې.

د دې سیمینار په اوږدو کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رييس ښاغلي هدایت الله بدري وویل چې د افغانستان بانک د ټولنې له شرایطو سره د برابرو او معقولو پالیسیو د طرحه کولو لپاره وخت په وخت له یو شمېر مسلکي او سکتوري نهادونو او ادارو سره د خبرو اترو په موخه غونډې جوړوي چې زموږ نننی سیمینار هم په همدې موخه جوړ شوی دی.

ورپسې د پولي سیاست لوی آمریت مرستیال ښاغلي احمد رحیمي د پولي سیاستونو د بریالي تطبیق، د اسلامي بانکوالۍ لوی آمر ښاغلي دوکتور محمد یوسف سلیم د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت مرستیال ښاغلي شاه پور میاخیل د غیر بانکي مالي مؤسسو د کړنو، او د اداینو سیستم د لوی آمریت د عوایدو او تضمین لوی مدیر ښاغلي اکرام عطایي د اداینو سیستم د پراختیا په اړه مفصل پریزنټیشنونه وړاندې کړل او له ګډونوالو سره خبرې اترې ترسره او نظرونه تبادله شول.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک یوه عامه اداره ده او له همدې امله تل هڅه کوي څو د بیلابیلو لارو چارو په مرسته له خلکو، ادارو، رسنیو، اکاډمیکي ټولنې او د ټولنې ټولو قشرونو سره په اړیکه کې وي. د دې ډول سیمینارونو په لاره اچول د معلوماتو د شریکولو، حساب ورکولو او د بانک د موخو، دندو او ټولیزو سیاستونو په اړه د پوهاوي په برخه کې د بانک د ستراتیژيکو پروګرامونو یوه برخه ده.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته