د نړیوال بانک له استازو سره غونډه
![د نړیوال بانک له استازو سره غونډه](/sites/default/files/2022-04/1_0_2.jpg)
د نړیوال بانک له استازو سره په د افغانستان بانک کې د دې بانک د پروژو د بیا پیل، تخنیکي همکاریو، تعامل او د بشرپاله مرستو په میکانیزم کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه د رمضان د میاشتې پر ۱۵ مه نېټه آنلاین غونډه جوړه شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د افغانستان بانک ستر اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي په دې بانک کې د نړیوال بانک د پروژو پر ارزښت خبرې وکړې او د افغانستان بانک سره د نړیوال بانک رغنده تعامل یې د مالي نظام د ټینګښت او بشرپاله مرستو په میکانیزم کې د آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره د خورا ارزښت وړ یاد کړ.
نوموړي یادونه وکړه چې د افغانستان بانک سره د نړیوال بانک تعامل د افغانستان د خلکو، اقتصاد او بانکي نظام په ګټه دی او دا چاره کولای شي خلکو ته د بشرپاله مرستو په رسولو کې رغنده رول ولوبوي.
ښاغلي پسرلي یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د نړیوالو منل شویو اصولو او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی او هیله لري چې نړیوال بانک به هم په دې برخه کې له د افغانستان بانک سره همکاري وکړي.
باید وویل شي چې د نړیوال بانک استازو هم په اړوندو برخو کې د همکارۍ لپاره د چمتوالي ژمنه وکړه او لیوالتیا یې وښوده چې د افغانستان بانک او نړیوال بانک تر منځ دا ډول غونډې دوام پیدا کړي.