د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي
![د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي](/sites/default/files/2022-11/dabwebsite1_0_0.jpg)
۱۴۴۴ ربیع الثانی ۱۴ مه - د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د ربیع الثانی د میاشتې په ۱۷ نېټه (۱۴۰۱/۰۸/۲۱) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې (۱۴) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.