د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۵ - ۱۵:۸
د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1444 جمادی الثانی 2 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1444 کال د جمادی الثانی د میاشتې په 4 نېټه (07/10/1401) د  چهارشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته