د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي
![د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي](/sites/default/files/2024-07/111.jpg)
1445 ذوالحجة الحرام 24 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې په 25 نېټه (1403/04/12) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.