د افغانستان بانک فوق العاده لاسته راوړنې، د بانک د کارکوونکو د بې دریغه هلو ځلو پایله ده

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۵:۳۶
د افغانستان بانک فوق العاده لاسته راوړنې، د بانک د کارکوونکو د بې دریغه هلو ځلو پایله ده

کابل، ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۲۷ مه – په هغه غونډه کې چې د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق په مشرۍ د دې بانک د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه او د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو په کې ګډون کړی ؤ، د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق په تېرو څلورو کلونو کې د دې بانک له لاسته راوړنو یادونه وکړه.

نوموړي د افغانستان بانک په اډانه کې د ځوانو کدرونو له کړنو ستاینه او یادونه یې وکړه چې په دې بانک کې د ځوانانو ګمارنه د دې بانک په چارو کې د مثبت بدلونلامل شوی دی.

ښاغلي خلیل صدیق یادونه وکړه چې د افغانستان بانک په تېرو څلورو کلونو کې خپله خپلواکي ساتلې ده او له ټولو ادارو سره یې د یو ښه شریک په توګه چارې مخته وړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې په خپله کاري دوره کې یې له فساد سره جدي مبارزه کړې ده او په دې بانک کې یې داسې جوړښتونه رامنځته کړي دي چې د هر بل کس په راتګ سره به له فساد سره دا مبارزه دوامداره وساتل شي.

د ښاغلي خلیل صدیق پهوینا د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه دا مهال تر بل هر وخت په ملي او نړیواله کچه لوی اعتبار تر لاسه کړی دی.

د دې غونډې په ترڅ کې ښاغلي خلیل صدیق د افغانستان بانک د ریاست له مقام څخه د خپلې استعفا یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې د ناروغۍ له کبله نه شي کولای نور خپلې دندې ته دوام ورکړي.

ښاغلي خلیل صدیق د هېواد له ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چې د افغانستان بانک د مشرتابه لپاره یې پرې باور وکړ.نوموړي له خپلو ټولو همکارانو هم مننه وکړه چې په دې کاري دوره کې یې ورسره ښه همکاري کړې ده او هیله یې وښوده چې د راتلونکو کسانو سره چې د دې بانک د مشرتابه په توګه به ټاکل کېږي، دوامداره همکاري ولري.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي خبرې وکړې او د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق له لوري د افغانستان بانک په اډانه کې له تر سره شویو خدمتونو یې مننه وکړه او په تېرو څلورو کلونو کې د دې بانک ټولې لاسته راوړنې د نوموړي د ښه مدیریت له امله وګڼلې.

نوموړي د افغانستان بانک لوی رئیس ته ډاډ ورکړ چې چارې به په ښه توګه روانې وساتي او د لا ګړنديتوب لپاره به یې د ادارو تر منځ همکارۍ نورې هم زیاتې کړي.

ورپسې د افغانستان بانک د مالي او عامه خدمتونو د پراختیا عمومي آمریت آمر ښاغلي میراحمد شکیب د افغانستان بانک د نورو آمرینو او کارکوونکو په استازیتوب خبرې وکړې او په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان بانک په لاسته راوړنو رڼا واچوله او ویې ویل چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان بانک دویم ستراتیژیک پلان ( ۱۳۹۶ – ۱۳۹۹ مالي کال) تدوین او د بانکدارۍ په برخه کې د بانکونو وضعیت ته جدي پاملرنه شوې. همدا ‌ډول هغه د مالي اقداماتو د ډلې له خړ رنګهلیست څخه د افغانستان د بانکي سیستم راوتل او دبېلابېلو قوانینو او مقررو تعدیلول او تدوینول مهمې لاسته راوړنې وګڼلې.

همدا ډول هغه د هېواد په مالي سیسټم کې د اداینو د سیستم فعالېدل، د لومړي ځل لپاره د RTGS سیستم نصبول او فعالول اود دې ترڅنګد پيسو وینځلو د خطرونو لومړنۍ ارزونه او مطالعه د افغانتسان بانک نورې لاسته راوړنې په ګوته کړې.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره اسلامي بانک جوړ، د بانک د کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړېدو په برخه کې پانګه اچونه شوې او د بانکدارۍ نوی قانون توشېح شوی دی.

په ورته وخت  کې د افغانستان بانک د قانون د طرحې تعدیل نهایي شوی او د افغانستان د خالصو زیرمو کچه له ۶.۸ میلیارد ډالرو څخه ۷.۷ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده او په تېرو څلورو کلونو کې د پیسو له نړیوال صندوق سره د افغانستان بانک د کړې ژمنې د بشپړیدو ترڅنګ د مالي چارو،معاشونو، تشکیل او څارنېد شعبو له نویو طرحو څخه پراخ ملاتړ شوی دی.

همدا ډول په دې دوره کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لومړنۍ مطالعه تر سره شوې او په دې بانک کې د  مالي او عامه خدمتونو د پراختیا آمریت د رامنځته کېدو تر څنګ ملي ستراتیژي جوړه شوې چې ورسره په هېواد کې د عامه خدمتونو د پراختیا لومړنی ډېټابیس رامنځته شوی او د مستهلکینو د حقونو د پېژندنې مقررههم جوړه شوې ده.

په پای کې نوموړي له نمایندګۍ پرته د بانکدارۍ د خدمتونو د موډل رامنځته کول، د بشري سرچینو، د عامه اعتبارونو او خصوصي سکتور په برخو کې پرمختګونه د دې بانک یو شمېر نورې لاسته راوړنې په ګوته کړې

د یادونې وړ ده چې ښاغلی خلیل صدیق به د چنګاښ میاشتې تر ۲۵ نېټې د دې بانک د لوی رئیس په توګه خپله دنده ترسره کوي.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۳۶
Background image

راه اندازی برنامه  آموزشی برای نمایندگان بانک های تجارتی

26 ذوالحجة الحرام 1445 - مرکز تحلیل معاملات و راپور های مالی د افغانستان بانک، برنامه آموزشی یک روزه را برای شماری از کارمندان بخش های تطبیق و رعایت از قانون بانک های تجارتی، راه اندازی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۲۳
Background image

هیئت عالی رتبه د افغانستان بانک در بیست و دومین نشست سالانه خدمات مالی اسلامی شرکت کردند

26 ذوالحجة الحرام 1445 هیئتی تحت سرپرستی محترم هدایت‌الله بدری، سرپرست ریاست کُل د افغانستان بانک، در بیست و دومین نشست عمومی سالانه بورد خدمات مالی اسلامی که به تاریخ 1 و 2 جولای سال. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیون دالر امریکایی را لیلام میکند

24 ذوالحجة الحرام 1445- د افغانستان بانک الی مبلغ (15) میلیون دالر امریکایی را طی داوطلبی به روز سه شنبه مؤرخ 25 ذوالحجة الحرام 1445 (12/04/1403) بطور لیلام بفروش می رساند. بدینوسیله از. . .

بازگشت به خبر